واشینګټن پست ولیکل : امریکا دایران په تحریک کولو پسی دی !
ژباړونکی  عزیزاحمد خوارمل ژباړونکی عزیزاحمد خوارمل

              دانټرنيټ دفارسی منابعو څخه

امریکایی ورځپاڼی واشینګټن پست  په یو ګزارش کې  دامریکا اوداسرائیلودرسنیودتبلیغاتی جګړی  او پرایران  باندی  دنظامی يرغل دخبر په هکله  یې  ولیکل  : امریکا دایران په تحریک کولوپس دی  ترڅوایران یونظامی پیل  رامنځته ګړی  اوبیا امریکایانوته پرایران باندی  ویرغل کولو ته یوحتمی او اړین  موضوع    وګرځی   .

ددی ګزارش پربنسټ  داسرائیلو دتیر میاشت  هوایي  نظامی مانور  دمدیترانی  دسمندر دپاسه ،دامریکا  اوداسرائیلی رسنیود رسنیودتبلغاتی  جګړی  په پراختیا  ورکولوسره دایران پرضد  زیار باسی   ترڅونړیوال  عمومی  افکار پرایران باندی دنظامی یرغل دپاره  اماده کړی   چې دوي  په دی هکله  تر اوسه پوری  ناکامه  پاته سوي دي   .

دهمدی مطلب پربنسټ  دواششنګټن پست ورځپاڼی د( ۸  . ۷ . ۲۰۰۸ )نيټی  په ګڼه کښې  تردی سرلیک لاندی «  دجورج ډبلیو بوش د مخه ښه اودخدای په امانی   کړن لیک  پرایران باندی دیرغل کولوسره  شامل دی  اوددی موضوع په هکله یې داهسی  ولیکل  :  امریکا اواسرائیل عملآ درسنیو په تیلیغاتی  جګړه کښې  ورننوتی دی  ترڅودایران دولت راوپاره وې اوپه دی  مورد کې  دایران دولت  دځانه عکس العمل وښي او وروسته  ددی عکس العمل په وړاندی  یونظامی پیل اودجګړی لمړینی انځور اعلام کړی  په همدی ډول سره  لیدل کیږی چې دامریکا هیواد دهغو پټو اوسری  لمسونونوپه رامنځته کولو باندی  تکیه وکړی  تر څو دایران پرضد دغه جګړه هرمرورامنځته کړی  »  .

ددغه  امریکایی ورځپاڼی دلیکنی پربنسټ : ددی نظامی پیل  په رامنځته کولوکې چې په واشینګتن کې  «  پرنږدی  ختځ باندی  دمطالعی  د موسسی دخواڅخه ډېر  کلک ملاتړ هم کیږی  ، نوکیدی  سی چې دغه  نظامی یرغل یوه محدوده امریکا یی یا اسرائیلی  یرغل به وي   ».

واشینگټن پست ددی مطلب په ادامه پسی زیاتوی   :دامریکا دولت تراوسه پوری دعربی هیوادونو ملاتړیې   په پوره اوقطعی ډول سره پرایران باندی ددی نظامی یرغل په هکله  نه دی ترلاسه کړی اوپه عین حال کې یوشمیر عربی هیوداونه په بربنډه توګه دایران دنفو‌ذه  څخه بهیره هم لری اودنظامی یرغل درامنځته کیدو څخه په سیمه کښې چې یوه ډېره  اوږده جګړه به  هم رامنځته سی ، ډېر په تشویش کې  دی اوددی وضعی سره د احتیاطه څخه کار اخلی .

تیره اونی امريكايي "نيويوركر" مجلی په یو ګزارش کې ولیکل چې دجورج بوش دوړاندیز پربنسټ د څلورسوه ((۴۰۰)) میلیونه ډالرو پریکړه وسوه  چې دامریکی دبودجی څخه دی دغه ډالر په ایران کې دپټوعملیاتود ډېریدو  دپاره  وکارول سی  ترڅوپه ایران کې اوسنی امنیتی وضعه ناقراره اوبی ثباته کړی ، دغه خبر یې اعلان کړ اووی  لیکل چې دغه ډول عملیاتونه یو نوی امر اوکړنه  ندی دوي پخوا هم داهسی عملیاتونه یې ترسره  کړې دی  .             
واشنگټن‌پست په خپل دغه ګزارش کې دنیویورکر دمجلی دخبرپه اړه یې ولیکل : دپټو اوسری عملیاتو پراخه کیدل  او ترسره کول  دیوی ممکنی سناریوعملی کیدل دی .اوددغه پټو عملیاتونو اوسری غلچکی یرغلونو په ترځ کې   کیدی سی چې دامریکا وموخوته تحقق ورکړل سی،مګر په ډېراټکل سره کیدی سی چې په ایران کې ددغو نا قراریو په نتیجه کښې دایران  لخوا دجګړی داعلان تفسیردی رامنځته سی .

دغه امریکی ورځپاڼی پردی ټکی ټينګار کوی : داهسی ښکاری چې دپټوعملیاتونو وروستنی موخی په ایران کې دګډوډی اودکړکیچ رامنځته کول دی اوپه دی لړ کې به د  اجازی ورکولو په نیت  به  بهرنی مداخله په ایرا ن کې وی .

 واشنگتن‌پست ددی لیکنی په پای کې لیکی اوپه دی ډول سره مدعی دی، چې دجورج بوش دولت هیله مند دی ترمخه تر دی چې دسپينې ماڼی څخه ووځی،اوولاړسی اودسپینی ماڼی سره خدای په امانی وکړی دجګړی اوربه  بله وی ،مګردبوش دغه پيل به یو ښکاره یرغل اویا یوپټ اوسری پیل به وي،لا تراوسه  دغه موضوع  نامعلومه ،ګونګ ،پيچلی اونا څرګنډه موضوع دی .

دغه امریکایی  ورځپاڼی همدارنګه دغربی رسنیو درسنیو دتبلیغاتې جګړی  ترڅنګ په پای کې ولیکل : په بل عبارت سره دبوش دولت تر څویوه بله چاودنه رامنځته نه کړی دسپينی ماڼی څخه نه ځی اونه ووځی.         

همدارنګه دایران دایسنا خبری آژانس  بیا په خپل انټرنيټی سایت کې  دپورتنی موضوع په هکله لاندنی متن یې ولیکل : پنتاګون  و اسرائیلوته  پرایران باندی دنظامی يرغل  اجازه نه ورکوی !

 دهمدی موضوع په هکله  دپنتاګون یوپخوانی جګپوړی چارواکی  په ټینګار سره وویل چې دامریکا هیواد وتل آویو ته اجازه به ور نه کړی چې پرایران باندی  دی نظامی یرغل ترسره کړی  انتونی  کردسمن  دپنتاګون پخوانی  جګپوړی چارواکی  چې دا اوس مهال دای بی سی دتلویزیونی شبکی ددفاعی چارویونامتوڅيړونکی دی او دی څه موده مخکی  دملی امنیت دمطالعاتوپه موسسه کښې داسرائیلی څیړونکوسره په یوه کتنه کې  وويل (( مايكل مولن   دامریکی دمرکزی ګډونظامی قواو رئیس  په خپل سفر کښې  په تل آویو کې و گابي اشكنازي داسرائیلو دمرکزی ګډونظامی قواو رئیس  ته  دامریکا دهیواد دریځ  یې دایران  په هکله  ده ته اطلاع ورکړ ،اوهمدارنګه داورشلیم پوست دورځپاڼی  دلیکلی سوی مطلب په اړه ،کردسمن وویل چې دامریکا هیواد په دا اوسنی پړاوکې  زیار باسی  اوپه دی  لټه کې دی ترڅودډیپلوماتیکو لاروچارو په وسیله سره دایران دولت و دی  ته وداره کړی چې په سوله ایز اوډيپلوماتیک ډول سره  داټومی اوهستوی پروګرام نه لاس واخلی ،او اسرائیلوته یې په بربنډه اوښکاره توګه وویل چې  بیله دسپینۍ ماڼې   دموافقی نه پرایران باندی يرغل ونه شی  ،ده په دی هکله زیاته کړه چې دامریکی  اوسنی سیاست  دبل نوی جمهور رئیس  دقسم خوړلوتر وخته  پوری به بدلو ن ونه مومی  .

 همدارنګه یوی بلی ایرانی ورځپاڼی (آفتاب یزد) په عراق  کې  دوژل سویوامریکایي سربازانووروستنی شیمر یې په لاندی ډول سره خپاره کړی دی : دامریکا دوژل سویوسربازانوشمیر  وڅلورزره یوسلوڅوارلسو »۴۱۱۴) تنوته ورسیدی اودا په داهسی  حال کې دی چې دری زره دری سوه دروپنځوس  (۳۳۵۳) تنه په غلچکی اومخامخ جګړو کې  وژل سویدي ،اوپه عراق کې داتئلافی قواودنورو غړیوهیوادونو دوژل  سویو سربازانوشمیر په دی ډول دی : برتانیا یوسلوشپږاویا (۱۷۶) تنه ایټالیادرودیرش (۳۳) تنه اوکراین اته لس (۱۸) تنه پولند یوویشت  (۲۱) تنه بلغاریا دیرلس  (۱۳) تنه اسپانویان  یوولس (۱۱) تنه اوډنمارک (۷) اووتنوته رسیږی  ./      


July 13th, 2008


  برداشت و بازنویسی درونمایه این تارنما در جاهای دیگر آزاد است. خواهشمندم، خاستگاه را یادآوری نمایید.
 
مسایل بین المللی